پاکستان د افغانستان د پوځیانو په اډې حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45738-پاکستان_د_افغانستان_د_پوځیانو_په_اډې_حمله_وغندله
د شین هوا د راپور له مخې، د پاکستان خارجه وزارت په بلخ ولایت کی د افغانستان د پوځیانو په اډې ترهه ګره حمله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د پوځیانو په اډې حمله وغندله

د شین هوا د راپور له مخې، د پاکستان خارجه وزارت په بلخ ولایت کی د افغانستان د پوځیانو په اډې ترهه ګره حمله وغندله.

په مزار شریف کی د افغانستان د پوځیانو په اډې باندی د طالبانو په پرونۍ مازدیګرنۍ حمله کی، د دغه هیواد د پوځیانو څه د پاسه ۱۴۰ کسان وژل شوی، او نور  په لس ګونه تنه ټپیان شول.

د دغه راپور سره سم، د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیه کی؛ د افغانستان د پوځیانو په مرکز د حملې د قربانیانو د پاتی کسانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، له ټروریزم سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.

د پاکستان خارجه وزارت همداراز د ټروریزم سره د مبارزې په دوام کی د افغانستان له دولت او نړیوالی ټولنې سره د همکارۍ اعلان وکړ.