دپاکستان وکیلانو د لومړی وزیر داستعفا غوښتنه وکړه .
-
دلاهور د وکیلانو دغه غوښتنه د پاناما د مالي رسواۍ په اړه دسترې محکمې له فیصلې څو ورځې وروسته شوي ده .
زمونږ خبریال وایی د پاناما دمالی رسواۍ په اړه د پاکستان دسترې محکمې دحکم په رڼا کښې دلاهور د وکیلانو د اتحادیې نن لومړی وزیر نوازشریف ته الټی میټم ورکړ چې په یوې(۱) اونۍ کښې استعفا ورکړی یا د وکیلانو له غورځنګ سره مخ شی چې دا به په ۲۰۰۷ میلادی کال کسې د سترې محکمې د پخوانی مشر افتخار چوهدری له څنګ ته کیدا وروسته ستر غورځنګ وی .
دلاهور د وکیلانو دغه غوښتنه د پاناما د مالی رسواۍ په اړه دسترې محکمې له فیصلې څو ورځې وروسته شوی ده .
دپاکستان سترې محکمې حکم ورکړی دی چې یوه ګډه تحقیقاتی ډله جوړه شی چې دلومړی وزیر نوازشریف او دهغه د ددو(۲) زامنو د مالی درغلیو په اړه پلټنه وکړی .
دپاکستان دحکومت مخالفو سیاسی ګوندونو دلومړی وزیر نوازشریف پرضد دتحقیقاتو د ترسره کیدا په اړه شکونه څرګند کړی دی ځکه چې هغه کسان چې دنوازشریف په اړه پلټنه کوی په خپله نواشریف ټاکلی دی .
دپاکستان پیپلز ګوند، تحریک انصاف او جماعت اسلامی غوښتنه کړی ده ترڅو چې ګډې تحقیقاتی ډلې خپله پلټنه بشپړه کړی نه وی نو لومړی وزیر نوازشریف باید استعفا ورکړی .