مسلمانان دې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې یوموټی شی
د پاکستان د پارلیمان مشر له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د مسلمانانو په وحدت ټینګار وکړ.
د پاکستان د ملی پارلیمان یا قومی اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق نن په تهران کښې د ایران د اسلامی شورا (پارلیمان) له مشر علی لاریجانی سره په ګډه خبری غونډه کښې په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې باید د مسلمانانو د وحدت او یو کیدو هڅه وشی، وویل: له ترهګرۍ سره مبارزه یوه داسې موضوع ده چې باید پوره پاملرنه ورته وشی.
سردار ایاز صادق د پوځی اکاډمیو د پړاونو د تیرولو لپاره له ایران څخه پاکستان ته د پوځیانو او محصلینو د لیږلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: د ایران او پاکستان امنیتی سلاکاران باید پرله پسې ملاقاتونه وکړی او د دواړو هیوادونو د پوځ او وسله والو ځواکونو اړیکې دې پراخې شی.
د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر همداشان په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې د کشمیر موضوع سیاسی حل لاره لری، د ایران د پارلیمان له مشره وغوښتل چې د ملګرو ملتو د اساسنامې له مخې په دې لړ کښې ځینی ګامونه پورته کړی.
سردار ایاز صادق د ایران لخوا د پاکستانی محصلینو او زیارتوالو د ښه کوربه توب قدرونه هم وکړه.
د پاکستان د پارلیمان مشر پرون د یو پارلیمانی پلاوی په مشرۍ د خپل ایرانی همرتبه علی لاریجانی په بلنه تهران ته راغلی دی.