دپاکستان دفاع وزیر دعربستان دائتلاف په اړه تفصیل ورکوی .
-
دغه ائتلاف د ایران پرضد جوړ کړی شوی دی او ایران په دې هکله په ځلونو خپله اندیښه څرګنده کړي هم ده .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې دې به په راتلونکی می میاشت کښې دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دیوڅلویښتو(۴۱)هیوادونو د ائتلاف له غونډې وروسته ددغه ائتلاف دمشر په توګه د پوځ دپخوانی متقاعد جنرال راحیل شریف دټاکل کیدا په اړه مشرانو جرګې ته جزیات ورکړی .
هغه وویل ما غوښتل چې پرون د پاکستان مشرانو جرګې ته په دې هکله تفصیل ورکړم خو غونډه وځنډیدله او دغه کار ونشو .
د ویلو ده چې امریکا ، اسرائیلو او انګلستان سعودی عربستان ته حکم ورکړی دی چې د یوشمیر مسلمانو هیوادونو ائتلاف جوړ کړی او له ایران سره مقابله وکړی .
سعودی عربستان چې خپل هیڅ واک او کنټرول نلری دغه ائتلاف جوړ کړی او دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف هم ددغه تش په نامه او جعلی ائتلاف چې دمسلمانوهیوادونو ترمینځ د نفرت او اختلافاتو د رامینځته کولو او دداعش او نوروترهګرو ډلو د پیاوړی کولو لپاره جوړ کړی شوی دی مشرۍ پرغاړه اخیستی ده .
د ویلوده چې دپاکستان پوځ او حکومت د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې ائتلاف کښې دګډون په اړه له پارلمان سره هیڅ مشوره نه ده کړی او ددغه هیواد اکثره سیاسی ګوندونه په دغه ائتلاف کښې داسلام اباد د ګډون مخالف دی .
دایران داسلامی جمهوریت ، عراق او دسوریې په شان مهم هیوادونه چې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مهم رول لوبوی په دغه ائتلاف کښې نه دی شامل کړې شوی او معلومه ده چې دغه ائتلاف د ایران پرضد جوړ کړی شوی دی او ایران په دې هکله په ځلونو خپله اندیښه څرګنده کړی هم ده .