دپاکستان لومړی وزیر د افغانستان حمله وغندله .
Apr 23, 2017 00:57 Asia/Kabul
-
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم دمزارشریف حمله په کلکه وغندله .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف دافغانستان په مزار شریف کښې دپوځ په مرکز دطالبانو حمله په کلکه وغندله او ویې ویل په دغه هیواد کښې د پوځیانو په وژل کیدا ډیر خپه شوی یم او دمړو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږی اعلان کړه .
هغه وویل پاکستان په خپله دترهګرۍ قربانی دی او د افغانستان د وړونو په درد پوهیږی او زیاته یې کړه پاکستان او افغانستان باید په ګډه ترهګرۍ له مینځه یوسی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم دمزارشریف حمله په کلکه وغندله او زیاته یې کړ چې ټروریسټان زمونږ ګډ دښمانان دی او مونږ به هغو ته ماتی ورکړو .