دپاکستان په ادارو هم نیوکه کیدلای شی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45802-دپاکستان_په_ادارو_هم_نیوکه_کیدلای_شی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان په مشرانو جرګې کښې دحکومت دمخالف ګوند مشر سناتور اعتزاز احسن وویل که چیرې په لومړی نیوکه کیدلای شی نو د ادارو په مشرانوهم نیوکه کیدلای شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • دنوازشریف  کورنۍ د جاسوسۍ ادارې له مشر سره نږدې خپلوي لري  .
    دنوازشریف کورنۍ د جاسوسۍ ادارې له مشر سره نږدې خپلوي لري .

زمونږخبریال وایی دپاکستان په مشرانو جرګې کښې دحکومت دمخالف ګوند مشر سناتور اعتزاز احسن وویل که چیرې په لومړی نیوکه کیدلای شی نو د ادارو په مشرانوهم نیوکه کیدلای شی .

هغه وویل دپاکستان دلومړی وزیر لور مریم نوازشریف او د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ای(ISI) مشر له یوبل سره نږدې خپلوې لری او زیاته یې کړه ما په خبری کانفرنس کښې حقیقت بیان کړی دی او ددغه حقیقت په اړه چې دپوځ عمومی اړیکو په کوم ډول غبرګون ښودلی دی نو له هغه خلکو ته هم د ایی ایس ای له مشر سره د مریم نوازشریف داړیکو پته ولګیدله .

دپاکستان دپیپلز ګوند مهم مشر اعتزاز احسن وویل چې دنوازشریف  کورنۍ د جاسوسۍ ادارې له مشر سره نږدې خپلوی لری  او زیاته یې کړه یا خو د پوځ دعمومی اړیکو دفتر دغه خبره رد کړی چې هغوې  خپلوی نلری یا که چیرې خپلوې لری نو بیا دغه حقیقت ومنی .

اعتزاز احسن وویل دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر په کوم ډول دا قیصه جوړه کړه چې له کبله یې ما  دومره شهرت وشو چې باید نه وائ او زیاته یې کړه دا زما شخصی نظر دی او له خپل ګوند سره هیڅ اړه نلری او زیاته یې کړه زما له څرګندونو وروسته چې کومو خلکو ته پته نه وه نو دپوځ دعموی اړیکو دفتر هغوې ته هم دغه خبره ورسوله .