پاکستان د سعودی عربستان نوکر دی .
-
سعودي عربستان د امریکا، اسرائیلو او دانګلستان په حکم او غوښتنه د یوڅلویښتو(۴۱) تش په نامه ائتلاف جوړ کړی .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دپیپلز ګوند ویندوی فرحت الله بابر دسعودی عربستان دجعلی ائتلاف دمشرۍ لپاره دپوځ دپخوانی مشر راحیل شریف په خپل سره استولو اعتراض کښې ددغه کار نتیجه د ال سعود لپاره نوکری وبلله .
هغه وویل دپاکستان حکومت ژمنه کړی وه چې دسعودی عربستان دجعلی ائتلاف د قوماندنۍ لپاره د جنرال راحیل استول به له پارلمان سره له سلامشورې وروسته ترسره شی خو له بده مرغه حکومت ددې پرځاې چې په عربستان کښې د پوځی شتون لپاره دپارلمان داستازیو مخالفو رایو ته پام وکړی خپل سره د ال سعود د غلامۍ اونوکرۍ لپاره جنرال راحیل په کار وګماره .
فرحت الله بابر ټینګار وکړ دپاکستان دحکومت دغه کار په پارلمان د نه اعتماد ښودنه کوی .
دپاکستان دپیپلز ګوند ویندوی فرحت الله بابر وویل هغه وخت چې ال سعود سعودی عربستان ته د پاکستان د عسکرو د استولو غوښتنه کوله دپاکستان خارجه او دفاع وزیرانو پارلمان ته ویناوې کړی وې او ویلی یې وویل تر هغه وخته چې پارلمان مثبته رایه ورنکړی عربستان ته به هیڅ پوځیان وانه ستول شی .
د ویلو د ه چې دپاکستان پارلمان دیمن په جنګ کښې دخپل هیواد په هرډول لاسوهنې او عربستان ته دعسکرو په استولو بندیز لګولی وو .
سعودی عربستان چې خپل هیڅ واک او اختیار نلری د امریکا، اسرائیلو او دانګلستان په حکم او غوښتنه د یوڅلویښتو(۴۱) هیوادونو تش په نامه ائتلاف جوړ کړی دی چې هدف یې د ایران له نفوذ سره مقابله کول او دترهګرو ډلو پیاوړی کول دی .