په جنوبی وزیرستان سیمه کښې درې ترهګر ووژل شول
May 02, 2017 02:00 Asia/Kabul
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د پوځ عامه اړیکو مرکز آیی ایس پی آر اعلان وکړ چې د دغه هیواد په جنوبی وزیرستان سیمه کښې د دغه هیواد پوځ د افغانستان له پولې څخه پر خپلو دوو اډو د ترهګرو برید ناکام کړ چې له امله یې درې ترهګر ووژل شول.
د پاکستان پوځ ادعا کوی چې ترهګر شاتګ ته اړ شول او یو شمیر ټپیان یې هم پر ځائ پریښودل.