د پاکستان جنګې جیټ الوتکه غورځېدلې
May 02, 2017 09:16 Asia/Kabul
د پاکستان د هوایی ځواک ویاند رسنیو ته ویلی چې ددوی یوه جنګې جیټ الوتکه د تمرین پر مهال غورځېدلې ده.
د نوموړی په وینا الوتکه چې ډول یې «میراج» دی، د پنجاب ایالت په «جهنګ ولسوالی» کې د «اتارا هزاری» په سیمه کې غورځېدلې او پیلوټ یې له الوتکې څخه تر غورځېدلو وروسته ژوندی پاته شوی دی. او په پېښه کې بل چاته هم ځانی زیان نه دی رسیدلی.
د نوموړی په وینا الوتکه په یاده سیمه کې په یوه ځنګله کې پر ونو وغورځېده او په بشپړه توګه ویجاړه شوه.