دپاکستان داستخباراتو مشر افغانستان ته ورغلی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46566-دپاکستان_داستخباراتو_مشر_افغانستان_ته_ورغلی_.
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) مشر نوید مختار دیوه پلاوی په مشر کابل ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2017 23:58 Asia/Kabul
  • کابل ته د پاکستان د چارواکو نوي سفرونه دافغانستان حکومت ته د دوکې د ورکولو لپاره دي .
    کابل ته د پاکستان د چارواکو نوي سفرونه دافغانستان حکومت ته د دوکې د ورکولو لپاره دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) مشر نوید مختار دیوه پلاوی په مشر کابل ته ورسید .

افغانستان ته د پاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) دمشر نوید مختار سفر په داسې حال کښې دی چې دپاکستان دملی پارلمان مشر سردار ایاز صادق هم څو ورځې مخکې کابل ته ورغلی وو او د افغانستان له چارواکو سره یې خبرې کړی وې .

دپاکستان دملی پارلمان مشر سردار ایاز صادق ویلی وو چې داسلام اباد د چارواکو په رسمی بلنه به د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی او د ملی وحدت دحکومت داجرایی شورا مشر عبدالله عبدالله به زر پاکستان ته سفرونه وکړی او دصلحې دریدلی خبرې به  یوځل بیا له سره شروع شی .

له بلې خوا د افغانستان دملی امنیت ادارې(استخباراتی ادارې ) پخوانی مشر رحمت الله نبیل ویلی دی چې کابل ته د پاکستان د چارواکو نوی سفرونه دافغانستان حکومت ته د دوکې د ورکولو لپاره دی چې داسلام اباد په حکومت دامریکا دباونه کم شی .