پاکستان دمحصلینو مسله له هند سره مطرح کوی .
-
هندو سرزروي ډلې دمسلمانانو، عیسایانو او نورو مذهبي لږکیو په وژلو کښې لاس لري او دنوي ډیلي حکومت یې تماشه کوي .
زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان وویل دغه هیواد به په ډیپلوماټیکه سویه دمحصیلینو او داستادانو د رستنولو موضوع چې هند ته په سفر تللی وو مطرح کړی .
دپاکستان پنځوس محصلین او استادان چې دیوې غیرحکومتی موسسې این جی او(NGO) په بلنه هند ته تللی وو د هندو شیو سینا سرزوری ډلې لخوا د ګواښونو له ترلاسه کولو وروسته پاکستان ته بیرته واستول شول .
په نوی ډیلی کښې دیره یوې این جی او روټس ټو روټس(ROUTES2 ROOTS) دپاکستان دغه محصلین او استادان دبدلون لپاره دتبادلې دبرخې په توګه وربللی وو .
دپاکستان دمحصلینو او استادانو امنیت ته پام کولو سره دهندوستان چارواکو دغه این جی او(NGO) ته سپارښتنه وکړه چې دغه محصلین پاکستان ته بیرته واستوی ځکه چې اوسنی حالت د تبادلې پروګرام لپاره ښه نه دی .
دهندوستان پولیسو تر سختو امنیتی تدبیرونو لاندې تر واګه سرحد پورې د پاکستان محصلین او استدان بدرګه کړل .
دغه راز د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس ذکریا وویل په هندوستان کښې د سرزورۍ او د نا زغم زیاتیدونکو پیښو دنړۍ پام ځان ته جلب کړی دی .
هغه وویل هندو سرزروی ډلې دمسلمانانو، عیسایانو او نورو مذهبی لږکیو په وژلو کښې لاس لری او دنوی ډیلی حکومت یې تماشه کوی .