د پاکستان او ایران پولې د دوستۍ پولې دی
د پاکستان د خارجه وزارت ویندویی د پاکستان او ایران پولې د سولې او دوستۍ پولې وبللې.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې نفیس ذکریا نن په اسلام اباد کې په خپله اونه ایزه غونډه کې پاکستان ته د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف په مشرۍ د یو پلاوی سفر ته په اشارې سره چې د وروستۍ ترهه ګرۍ پیښې د تعقیب لپاره یې کړی و وویل د دواړو هیوادونو پولې د اړیکو د پراختیا لپاره د سولې او دوستۍ پولې دی.
د اپریل په شپږویشتمه له پاکستان سره د ایران په پوله کې د ترهه ګرو په غلچکۍ حملې کې د ایران د میرجاوه سیمې نهه پوله ساتونکی شهیدان شول او یو ژوبل پوله ساتونکی ترهه ګرو پاکستان ته منتقل کړ.
د پاکستان د خارجه وزارت ویندویی د ایرنا د خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د دغه تښتول شوې عسکر په هکله کوم اطلاعات لاسته راغلې که نه دغه پوښتنې ته له ځواب ورکولو پرته د ایران او پاکستان تر مینځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
نفیس ذکریا همداراز هغو مثبتو پیښو ته په اشارې سره چې په دا وروستیو اونیو کې په تیره بیا د د دواړو هیوادونو د مرکزی بانکونو ترمینځ د موافقې او په تهران کې د دواړو هیوادونو د اقتصادی ملګرتیاوو د ګډ کمیسیون ترسره شوې وویل پاکستان ته د ایران دخارجه وزیر د سفر ځینې برخه د دوه اړخیزو اړیکو او یوه برخه د سرحدی ملګرتیاوو په باب وه .