په پیښور کښې په یو ساعت کښې دوې چاودنې وشوې
لومړۍ چاودنه په څمکنو کښې د ترهګرې ضدې ادارې له یوه ګاډی سره نږدې وشوه. په دې چاودنه کښې د دغه ادارې درې ځواکونه ټپیان شول. همداراز په شمشتو سیمه کښې د یوه دولتی ښونځی خوا ته یو ایښودل شوئ بم وچاودید. په دې چاودنه کښې چاته ته زیان ونه رسید.
د دنیا نیوز د راپور په اساس، د پیښور په څمکنو سیمه کښې د ترهګرۍ ضدې ادارې له یوه ګاډی سره نږدې چاودنه وشوه چې له امله یې درې تنه ټپیان شول. مرسته کونکی ټیمونو او پولیس د پیښې ځائ ته ورسیدل او پلټنې یې پیل کړې. د پولیسو په وینا، دغه چاودنه په واټ کښې د ایښودل شوی بم له امله رامینځته شوه.
له بلې خوا، د پیښور په شمشتو سیمه کښې د یوه دولتی ښونځی مخې ته یو بم وچاودید چې امله یې چا ته زیان ونه رسید. د پولیسو په وینا په دغه سیمه کښې یو بل ایښودل شوئ بم هم شنډ کړائ شو.
د دغو پیښو عاملان تر اوسه ندی پیژندل شوی او څیړنې روانې دی.