د عمان خارجه وزیر په دوه ورځنی سفر پاکستان ته ورسید
May 08, 2017 10:50 Asia/Kabul
د عمان د بهرنیو چارو وزیر نن د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ورسید.
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوی ټاکل شوې، د پاکستان له ځینو چارواکو سره کتنه او دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، د سیمې وروستیو مهمو بدلونونو او همداراز نړیوالو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړی.
باید ووایو چې عمان پاکستان ته تر ټولو نږدې عربی هیواد دی.
کابو دوه لکه پنځوس زره پاکستانی ښاریز په عمان کښې په کار بوخت دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اساس، د عمان دغو پاکستانیو کارکونکو په تیر مالی کال کښې اته سوه نولس میلیونه ډالر خپل هیواد ته لیږلی دی.