پاکستان ادعا کوی چې افغانستان په دغه هیواد کښې ترهګرې حملې کوی
May 20, 2017 09:40 Asia/Kabul
پاکستان همداراز ادعا کوی چې افغانستان په خپله خاوره کښې ترهګرو ته روزنه ورکوی.
د ایکسپریس ټریبیون سایټ د راپور له مخې، د پاکستان پوځ اعلان وکړ: سپوږمکی انځورونه او راپورونه د دې ښودنه کوی چې د افغانستان طالبان د دغه هیواد له ختیځ څخه پاکستان ته نفوذ مومی.
د پاکستان د پوځ یوه قومندان هارون په پیښور کښې د خبریالانو په ټول کښې دا ادعا هم وکړه چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د حملو پلانونه کیږی.
هغه ټینګار وکړ: سپوږمکی انځورونه د دې ښودنه هم کوی چې د طالبانو یو قومندان عبدالوالی په ننګرهار کښې پروت دی او د ترهګرو حملو مشری کوی.
هارون وویل: مونږ هیڅکله دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان د نا امنه کولو له لپاره د پاکستان له خاورې استفاده وشی.