په کراچۍکې پولیسو دداعشی تفکیریانو د رابطې ډله ونیوله
په کراچۍکې پولیسو دداعشی تفکیریانو درابطې ډله ونیوله چې یو پروفیسر هم پکې شامل دی
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان دستر بندری ښار کراچۍ دترهه ګرۍ ضد محکمې مامورانو (سی ټی ډی ) په کراچۍ کې یوه ډله نیولې چې د داعش تکفیریانو لپاره ئې درابطې کار په غاړه ؤ چې په دغې ډلې کې دپوهنتون یو پروفیسر اوی وه ښځه هم شامل دی .
راپورښئ دغه ښځه دپروفیسر دکورنۍ غړې ده . ورانکارو پخپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش له مسئولانو سره دنزدې رابطې اعتراف هم کړی دی. په راپور کې دا هم وئیل شوی دی چې دغو کسانو دپرمختللو کیمرو په وسیله د ټارګټ کلینګ بمی حملو پلان جوړ کړی ؤ . چې دغه ستره دسیسه له اجرائی کیدا مخکې شنډه شوه . د دغو جنایتکارو داعترافونو په اساس یو شمیر نور جنایتکار هم نیول شوی دی . په دې باب نور جزیات نه خپره شوی .
داپه داسې حال کې دی چې دا لومړنی ځل نه دی چې دغه ډول جنایتکارې ډلې نیول کیږی ، له دې مخکې هم یو شمیر کسان نیول شوی وو خو دا دپاکستان سیاسی ، پوځی اوقضائی چارواکی دی چې دترهه ګرو د جنایتکارۍ او دسیسو په خلاف جدی ګامونه نه پورته کوی او دپاکستان مظلوم خلک ئې د ترهه ګرو په وړاندې بې څوکه پریښودلی دی او داسې کومه ورځ نشته چې دبیلابیلو ښارونو خلک د داعشی او نورو افراطی ترهه ګرو په لاس د شهید شویو خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .