په کراچۍکې پولیسو دداعشی تفکیریانو د رابطې ډله ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48080-په_کراچۍکې_پولیسو_دداعشی_تفکیریانو_د_رابطې_ډله_ونیوله
په کراچۍکې پولیسو دداعشی تفکیریانو درابطې ډله ونیوله چې یو پروفیسر هم پکې شامل دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2017 07:03 Asia/Kabul
  • په کراچۍکې پولیسو دداعشی تفکیریانو د رابطې ډله ونیوله

په کراچۍکې پولیسو دداعشی تفکیریانو درابطې ډله ونیوله چې یو پروفیسر هم پکې شامل دی

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ  له قوله راپورراکړ  د پاکستان دستر بندری ښار  کراچۍ دترهه ګرۍ ضد محکمې مامورانو (سی ټی ډی )  په کراچۍ کې یوه ډله نیولې  چې  د داعش تکفیریانو  لپاره ئې  درابطې کار  په غاړه ؤ چې په دغې ډلې کې دپوهنتون یو پروفیسر اوی وه ښځه  هم شامل دی .

 راپورښئ  دغه ښځه  دپروفیسر دکورنۍ غړې ده . ورانکارو  پخپلو لومړنیو اعترافاتو کې  د داعش له  مسئولانو سره دنزدې رابطې  اعتراف هم کړی دی.  په راپور کې دا هم وئیل شوی دی چې  دغو کسانو دپرمختللو کیمرو په وسیله د ټارګټ کلینګ بمی حملو پلان جوړ کړی ؤ .  چې دغه ستره دسیسه  له  اجرائی کیدا مخکې شنډه شوه .  د دغو جنایتکارو  داعترافونو په اساس یو شمیر  نور جنایتکار هم نیول شوی دی . په دې باب نور جزیات نه خپره شوی .

 داپه  داسې  حال کې دی چې  دا لومړنی ځل نه دی چې  دغه ډول جنایتکارې ډلې نیول کیږی ، له دې مخکې هم یو شمیر کسان نیول شوی وو خو دا دپاکستان سیاسی ، پوځی اوقضائی چارواکی دی چې دترهه ګرو د جنایتکارۍ او  دسیسو په خلاف  جدی ګامونه نه پورته کوی او  دپاکستان مظلوم خلک ئې  د ترهه ګرو  په وړاندې بې څوکه پریښودلی دی او داسې کومه ورځ نشته چې   دبیلابیلو ښارونو  خلک  د داعشی او نورو افراطی ترهه ګرو په لاس  د شهید شویو خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .