عمران خان په لومړی وزیر نیوکه وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48142-عمران_خان_په_لومړی_وزیر_نیوکه_وکړه_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان په ریاض کښې دعربو او داسلامی هیوادونو په غونډې کښې دلومړی وزیر نوازشریف په نمایشی ګډون نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2017 01:01 Asia/Kabul
  • امریکا هم د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کوي او هم دترهګرو ډلو او دصهیونیسټ رژیم مالي او پوځي ملاتړ کوي .
    امریکا هم د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کوي او هم دترهګرو ډلو او دصهیونیسټ رژیم مالي او پوځي ملاتړ کوي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان په ریاض کښې دعربو او داسلامی هیوادونو په غونډې کښې دلومړی وزیر نوازشریف په نمایشی ګډون نیوکه وکړه .

هغه دسعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې دعربو او د اسلامی هیوادونو په غونډې کښې د پاکستان دلومړی وزیر نواشریف  ګډون چټی وباله او ټینګار یې وکړه نوازشریف باید دعربستان په مشرۍ په دغه کانفرنس کښې ګډون نه کولای .

دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان د ریاض په غونډې کښې  دایران داسلامی جمهوریت پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ څرګندونې وغندلې او ویې ویل لومړی وزیر نوازشریف ولې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپکاوی د ډکو څرګندونو په وړاندې چپتیا غوره کړه او دخپل ګاونډی هیواد ایران دفاع یې ونکړه .؟

دپاکستان عمران خان وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ د ریاض په غونډې کښې په خپلې وینا کښې دفلسطینی مسلمانانو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم تیریو ، دهندوستان دپوځیانو لخوا د کشمیر دمسلمانانو وژلو او دیمن  دخلکو پرضد دسعودی عربستان جنایتونو ته هیڅ اشاره ونکړه او لومړی وزیر نوازشریف یوازې تماشه کوله  او چپ وو .

هغه وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ نا سنجول شوی وینا د اسلامی دنیا په ګټه نه وه او  دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف د هیواد څیرې ته ګوزار ورکړی دی .

دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ دایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون ته هیڅ اشاره ونکړه ځکه چې هغه په انتخاباتو کښې دایران دمیلیونونو خلکو په ګډون کولو سخت اندیښمن شوی دی .

عمران خان وویل دایران پرضد دامریکا د ولسمشر ټرامپ وینا په داسې حال کښې ده چې د ایران اسلامی جمهوریت دسیمې او نړۍ دکړکیچونو په حل کولو کښې ټاکونکی رول لری او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې هم په لومړۍ جبهې کښې ولاړ دی خو امریکا هم د بشری حقوقو خلاف ورزۍ کوی او هم دترهګرو ډلو او دصهیونیسټ رژیم مالی او پوځی ملاتړ کوی .