دپاکستان له حکومته د دغه هیواد د ولس غوښتنې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48194-دپاکستان_له_حکومته_د_دغه_هیواد_د_ولس_غوښتنې
دپاکستان په لسګونو زره خلکو په کراچۍ کې په یوې سترې غونډې کې په شتون سره ، د دغه هیواد پر حکومت غږ کړی،په رسمی توګه دې دآل سعود له جوړ کړائ شوی پوځی ائیتلافه ووځی او دپاکستان دملی امنیت په ضد دې دخطرناکو اقدماتو له غوره کولو ډډه وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 23, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • دپاکستان له حکومته د دغه هیواد د ولس غوښتنې

دپاکستان په لسګونو زره خلکو په کراچۍ کې په یوې سترې غونډې کې په شتون سره ، د دغه هیواد پر حکومت غږ کړی،په رسمی توګه دې دآل سعود له جوړ کړائ شوی پوځی ائیتلافه ووځی او دپاکستان دملی امنیت په ضد دې دخطرناکو اقدماتو له غوره کولو ډډه وکړی .

 په دغې سترې غونډې کې چې د :پاکستان دثبات او امام مهدی (عجل ا... تعالی فرجه شریف) په نامې سره  د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ  له خوا ترسره  شوی،د اهل تسنن  زیات شمیر شخصیتونو او عالمانو هم پکې شتون درلود.  په دغې سترې غونډې کې  ویناوالو  په دې په ټینګار سره چې  اجازت به ورنکړی،په پاکستان کې  دفرقه پالو جنګونو  د رامینځةکولو لپاره  د امریکائی ـ سعودی پلانونه  بریالی شی .

 دحضرت امام مهدی (ع) په شان کې  دسعودی عربستان د دفاع وزیر  محمد بن سلمان   وروستۍ سپیرې خبرې اوګستاخۍ  هم په دغې غونډې کې سختې ورټل شوې.له عربستان سره په تیره بیاله دغه هیواد سره په پوځی او امنیتی برخو کې  دپاکستان  دحکومت په ملګرتیا  د داخلی نیوکو په دوام کې  د پاکستان د تحریک انصاف ګوندمشر عمران خان په ریاض کې  په امریکائی-سعودی نمائشی  کنفرانس کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف  شتون   دپاکستان لپاره  ډیره دشرم خبره  بللې ده . که څه هم  پاکستان له عربستان اوآل سعود رژیم سره  زاړې اړیکې لری.  خو په عربستان کې  له پاکستانیو کارګرانو سره  له کیدونکو ډیرو بدو چلندونوسره  یو ځای ،  په یمن د آل سعود رژیم حملې  او د دغه هیواد د بې ګناه خلکوعامې وژلې او  له ترهه ګرو ډلو په تیره بیا له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې   د آل سعود رژیم  هراړخیزملاتړونو، له آل سعود رژیمه  دپآکستان  د ولس ډیره زیاته غوسه او کرکه راپارولې ده . په دې ډول چې  دپاکستان دسنی  اتحادکونسل  مشر صاحبزاده حامد رضا دیمن په جنګ کې  دعربستان   په ناکام بللو سره  اعلان کړی،دپاکستان ولس به هیڅکله هم اجازت ورنکړی ،  دپاکستان دلومړی وزیر نواز شریف حکومت ،  اسلام اباد  د یمن دمظلوم  ولس  په ضد  په جنګ کې  شریک کړی . .

ډیری شناندی په دې انددی،محمدنوازشریف،چې دپرویزمشرف د ۱۹۹۹ کال  له کودتا  وروسته   قدرت  ته  د هغه بیرته ستنیدا،د عربستان  پامته داره ګڼی،د پاکستان دپارلیمان اوعمومی مخالفتونو په نظر کې له  نیولو پرته  د آل سعود رریم  د واکوالانو  دچمچه ګیرۍ   او چاپلوسۍ لپاره  ئې  له عربستان سره ئې پوځی ملګرتیا ته غاړه کیښودلې ده .داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان  دسیاسی اوپوځی ټولنو له  نظره ،   له یمن سره  دعربستان پولو ته   د زرګونو پوځی ځواک  له لیږدولو سره یو ځای دیمن په جنګ کې دعربستان د خودساخته  پوځی ائیتلاف  سره  د دغه هیواد د پوځ دپخوانی  عمومی قوماندان  ریټایرډ جنرال راحیل شریف یوځای کیدا او هغه ته د دغه پوځی ائیتلاف دقوماندې  په سپارلو سره ئې  په اسلامی هیوادونو کې  دپاکستان  څیره او حیثیت ډیر داغی کړی دی .  په تیره بیا  داچې عربستان،په ریاض کې  په امریکائی ـ سعودی نمایشی کنفرانس کې  دګډون لپاره  نواز شریف ته په بلنې ورکولو سره  دهغه څیره او حیثیت  نوره هم خراب کړ . ځکه دامریکا   ولسمشر ډونالډ ټرمپ   د افغانستان  له  ولسمشر محمد اشرف غنی سره   له لیدنې سره سره   دپاکستان له لومړی وزیرنواز شریف سره  لیدوکاتو ته  حاضر نه شو .  له دې امله په پاکستان کې  سیاسی او مذهبی ټولنې  په دې اند دی چې  که د دغه هیواد  حکومت خپل قدرت  له  ولسی ملاتړونو برخمن کړی  او د بیلابیلو موضوعګانو په باب په تیره بیا د یمن  دجنګ  په جبۍ کې  له ښکیلیدو  د ډډه کولو په باب   دهغوی لیدتوګو اونظرونو ته پام  وکړی،نو نه یوازې  دپاکستان موقعیّت  پیاوړی کیږی ، بلکې  د دغه  هیواد  حکومت به په  ولسی ملاتړونو سره  وتوانیږی ، له خپلو  ګاونډیانو سره هم   مخ په وده   او ښې اړیکې  ولرل شی .