پاکستانی سیاستوالانو په ریاض کښې ایرانی ضده دریځونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48196-پاکستانی_سیاستوالانو_په_ریاض_کښې_ایرانی_ضده_دریځونه_وغندل
د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان د پنجاب صوبې عدلیې وزیر رانا ثناء الله د ریاض په وروستۍ غونډه کښې د ایران پر ضد د سعودی چارواکو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر څرګندونو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • پاکستانی سیاستوالانو په ریاض کښې ایرانی ضده دریځونه وغندل

د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان د پنجاب صوبې عدلیې وزیر رانا ثناء الله د ریاض په وروستۍ غونډه کښې د ایران پر ضد د سعودی چارواکو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر څرګندونو نیوکه وکړه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د ایران پر ضد د ټرامپ د څرګندونو په ردولو سره د پاکستان  پر لومړی وزیر نواز شریف چې په دغه غونډه کښې یې ګډون کړی، نیوګه وکړه چې د ایران پر ضد د امریکا د ولسمشر د تورونو په وړاندې چوپه خوله ناست ؤ.

عمران خان زیاته کړه: ټرامپ ته پکار دی، دغو ادعاګانو ته د مخه کولو پر ځائ، په فلسطین او کشمیر کښې د بشری حقوقو د چخڼی کیدا په اړه ویناوې وکړی.