امریکا په شمالی وزیرستان کښې درې ترهګر وژلی .
May 24, 2017 16:12 Asia/Kabul
-
دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې هم نن دطالبانو ډلې یو(۱) مهم مشر سعید احمد بداني ونیول شو .
زمونږ خبریال وایی د امریکا بې پایلوټه الوتکې نن دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې په یوه(۱) کور حملې سره دطالبانو دیوه مشر عبدالله کشمیری په شمول درې() ټروریسټان ووژل .
دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې هم نن دطالبانو ډلې یو(۱) مهم مشر سعید احمد بدانی ونیول شو کوم چې په دغه صوبې کښې د ډیرو ترهګرو حملو اصلی پلانونکی ګڼل کیږی .
دبلوچستان صوبې دحکومت ویندوی انورالحق کاکړ وویل نیول شوی ترهګر مشر سعید احمد بدانی په ۲۰۱۶ میلادی کال کښې ددریو(۳) حملو په اصلی پلانونکو کښې شامل دی چې پکښې ۱۸۰کسان وژل شوی وو .
کاکړ وویل چې د پلټنې په وخت نیول شوی ترهګر مشر سعید احمد بدانی دهندوستان او د افغانستان له جاسوسۍ ادارو د پیسو په ترلاسه کولو اعتراف وکړ .