دپاکستان مجلس وحدت مسلمین حکومت ته خبرداری ورکړ .
-
امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان غواړي پاکستان هم د سوریې ، دیمن او د عراق په شان ناامنه کړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری چې د کراچۍ ښار په نیشنل پارک کښې یې دمتحد پاکستان او د حضرت امام مهدی علیه السلام کانفرنس ته وینا کوله کورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان ته خبرداری ورکړ که چیرې نشی کولای بې ګناه شیعه ځوانان ازاد کړی نو باید استعفا وکړی .
هغه ټینګار وکړ ډیر ټروریسټان چې په زندانونو کښې وو خوشی شوی دی او حتی زندانونه د ترهګرو لپاره د ارام کولو په ځاې بدل شوی دی خو دسلګونو شیعه ځوانانو چې له هیڅ جرم کولو پرته نیول شوی دی په اړه هیڅ خبر نشته .
دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری دغه راز دیمن په جنګ کښې د سعودی عربستان له جعلی ائتلاف سره د پاکستان یوځاې کیدل ترټولو بد کار وباله او ټینګار یې وکړ له هغه وخت راهسې چې پخوانی دیکتاتور ضیا الحق اسلام اباد دافغانستان جنګ ته ورګډ کړ نور پاکستان هیڅکله امنیت او ثبات ونه لید .
هغه وویل بې شکه دامریکا د صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان دال سعود رژیم لاسونه د زرګونو انسانانو په وینو ککړ دی او هغوې غواړی پاکستان هم د سوریې ، دیمن او د عراق په شان ناامنه کړی .