دپاکستان پولیسو ۱۸۰ کروندګر نیولی .
-
دپاکستان په حکومت کښې د کروندګرو لپاره سیاستونه هغه کسان جوړوي چې د کرهڼې په هکله هیڅ معلومات نلري .
زمونږخبریال وایی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د پولیسو او د کرونده ګرو ترمینځ په اخ و ډب کښې یوسل اتیا (۱۸۰)کروندګر نیول شوی .
داسلام اباد په ډی چوک کښې له یوې خوا دکاڼو ګوزارونه کیدل او له بلې خوا پولیسو اوښلن ګازونه شیندل او خلک یې په سوټیو سره وهل .
په اسلام اباد کښې د کروندګرو او د پولیسو ترمینځ په شخړې کښې د پولیسو دیوه(۱) لوړرتبه افسر ډی ایس پی په شمول شپږ(۶) کسان ژوبل شوی او دغه راز یو شمیر مظاهره چیان هم زخمی شوی دی .
مظاهره چیانو وویل مونږ دکروند ضد بودجه نه منو او که چیرې د خزانې وزیر اسحاق ډار مونږ وژنی نو باید په سړکونو کښې مو ووژنی .
دپاکستان دغو مظاهره کونکو کروندګرو وویل په کلنۍ بودجې کښې وړاندیزونه کیږی خو عمل ورباندې نه کیږی .
هغوې وویل دپاکستان په حکومت کښې د کروندګرو لپاره سیاستونه هغه کسان جوړوی چې د کرهڼې په هکله هیڅ معلومات نلری .
دپاکستان کروندګرو په کرهڼې او زمیندارې د مالیاتو او ټیکسونو دختمولو او د شیانو دبیو د ټاکلو غوښتنه وکړه .