مکافات عمل :
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48484-مکافات_عمل
زمونږ خبریال راپور راکړی ستر اسلامی هیواد پاکستان یو(۱) عجیبه هیواد دی او که چیرې پاکستان له یوې خوا په تیرو اویاو(۷۰) کلونو کښې تل دلویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا تر حکم لاندې وو او د سیټو ، سینټو او دبغداد دتړونونو په شان په ډیرو تړونونو او له افغانستان سره د پخوانی شوروی په جنګ کښې او په نهایت کښې له ترهګرۍ سره دتش په نامه جنګ کښې د لویدیځو هیوادونو تابع وو خو دپاکستان خلکو او نیوکه کونکو تل داسلامی او دملی ګټو لپاره رول لوبولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2017 06:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ او حکومت دخلکو  د استازیو له مخالفت سره سره د سعودي عربستان په پوځي ائتلاف کښې له غړیتوب سره موافقت وکړ .
    د پاکستان پوځ او حکومت دخلکو د استازیو له مخالفت سره سره د سعودي عربستان په پوځي ائتلاف کښې له غړیتوب سره موافقت وکړ .

زمونږ خبریال راپور راکړی ستر اسلامی هیواد پاکستان یو(۱) عجیبه هیواد دی او که چیرې پاکستان له یوې خوا په تیرو اویاو(۷۰) کلونو کښې تل دلویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا تر حکم لاندې وو او د سیټو ، سینټو او دبغداد دتړونونو په شان په ډیرو تړونونو او له افغانستان سره د پخوانی شوروی په جنګ کښې او په نهایت کښې له ترهګرۍ سره دتش په نامه جنګ کښې د لویدیځو هیوادونو تابع وو خو دپاکستان خلکو او نیوکه کونکو تل داسلامی او دملی ګټو لپاره رول لوبولی دی .

دشیطانی ایتونو دکتاب دلیکونکی سلمان رشدی مسله دلومړی ځل لپاره دپاکستان دمسلمانانو لخوا ایشوا شوه او د لویدیځ د استعمار د هر اقدام او له استعمار سره د پاکستان د ملګرتیا په مقابل کښې ددغه هیواد خلک ، لیکوالان او خبریالان غلی نه دی ناست  بلکې په بیلابیلو رودو سره یې خپل غبرګونونه ښودلی دی .

څرنګه چې دسعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف کښې د پاکستان د شاملیدا په اړه ددغه هیواد خلکو ، سیاستوالانو ، خبریالانو او حتی د ملی پارلمان او  مشرانو جرګې غړیو هم خپل سخت غبرګون وښود .

هغه وخت چې سعودی عربستان دیمن په جنګ کښې دګډون لپاره د پاکستان د پوځیانو د استولو غوښتنه وکړه نو دپاکستان ملی پارلمان او مشرانو جرګو دیوه(۱) پریکړه لیک په صادرولو سره دیمن جنګ ته د خپل هیواد دعسکرو له استولو سره مخالفت وکړ .

که څه هم د پاکستان پوځ او حکومت دخلکو  د استازیو له مخالفت سره سره د سعودی عربستان په پوځی ائتلاف کښې له غړیتوب سره موافقت وکړ او دپوځ پخوانی مشر متقاعده جنرال راحیل شریف یې د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دپوځی ائتلاف دقوماندنۍ د ترلاسه کولو لپاره ریاض ته واستوه او حتی د عربی ، اسلامی هیوادونو د پوځی ائتلاف دمشرانو په غونډې کښې دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف چې سپکاوی یې وشو او هغه ته د وینا کولو اجازه ورنکړل شوه ګډون وکړ .

خو دپاکستان د خبریالانو ، سیاستوالانو او لیکوالانو لخوا د سعودی عربستان په ریاض کښې د غونډې او دپوځی ائتلاف په اړه اعتراضونه او غبرګونونه اوس هم روان دی .

په همدې لړ کښې دپاکستان مشهور  خبریال او لیکوال سلیم صافی په جنګ ورځپاڼې کښې د«مکافات عمل» تر نوم لاندې په یوې مقالې کښې ولیکل خدای پاک  ج مونږ ته دغه ورځې راوښودلې چې امریکا او سعودی عربستان په ګډه د سرزروۍ پرضد یو(۱) ائتلاف جوړ کړی او له سرزورۍ سره  دمبارزې لپاره د میلیارډونو ډالرو په لګښت سره په ریاض کښې یو مرکز جوړ کړی او دغه مرکز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ لخوا پرانیستل شی .

څو کاله مخکې وو چې عربو هیوادونو د امریکا په سرپرستۍ سره د مولانا مودودی ، سید قطب او د نورو شخصیتونو کتابونه په بیلابیلو ژبو وژباړل او د تکفیری او جهادی تفکر د دودولو لپاره یې په میلیارډونو ډالره او ریالونه ولګول او هغه وخت نه مجاهدینو داسې فکر کاوه چې یوه (۱)ورځ به همدغه امریکا  او دهغې متحد هیوادونه  د دوې پرخلاف شی او نه امریکا او سعودی عربستان داسې  فکر کاوه چې یوه(۱) ورځ به همدغه مجاهدین ددوې لپاره په یوې سرخوږې بدل شی .

خو له پینځلس (۱۵)تر شلو(۲۰) کلونو پورې وخت کښې  چې لنډه موده ده دغه کار وشو او دې ته وایی «مکافات عمل»  ایا چا ګمان کاوه چې خالد خواجه او ډګروال امام چې دطالبانو استادان وو دطالبانو په لاس ووژل شی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

د می دمیاشتې ۲۷ نیټه