د پاکستان د اټومی بم نولس کاله پوره شول
May 28, 2017 09:54 Asia/Kabul
د پاکستان لومړی وزیر د دغه هیواد د لومړی اټومی ازموینې د کلیزې په اړه په خپل پیغام کښې اعلان وکړ: د پاکستان اټومی کیدل د دې لامل شول څو دغه هیواد د هر ډول تیریو په مقابل کښې ودریدل شی.
د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف په خپل پیغام کښې د پاکستان اقتصادی پرمختګ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې همهغه شان لکه څنګه چې پاکستان په چټکه اټومی قدرت ترلاسه کړ، په همهغې چټکتیا سره نن د اقتصادی پرمختګ په حال کښې دی.