چین افغانستان او پاکستان د وریښمنو دلارې په باب سره غونډه جوړوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48632-چین_افغانستان_او_پاکستان_د_وریښمنو_دلارې_په_باب_سره_غونډه_جوړوی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان جمهوری خبری آژانس په یوه راپور کې ویلی دی ، دافغانستان ، چین او پاکستان داستازو په درې اړخیزې ناستې کې چې پرون په بیجینګ کې شوی درو واړو خواؤ په دغې غونډې کې دسیمې او د وریښمو دلارې دامنیت او ثبات په باب سره موافقه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2017 13:00 Asia/Kabul
  • چین  افغانستان او پاکستان د وریښمنو دلارې په باب  سره غونډه جوړوی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان جمهوری خبری آژانس په یوه راپور کې ویلی دی ، دافغانستان ، چین او پاکستان داستازو په درې اړخیزې ناستې کې چې پرون په بیجینګ کې شوی درو واړو خواؤ په دغې غونډې کې دسیمې او د وریښمو دلارې دامنیت او ثبات په باب سره موافقه کړې ده .

دوی  همداراز  دسیمې دامنیت او سولې پرتامنیدا هم کلک ټینګار کړی او  دا ئې  د درو واړو هیوادونو او سیمې  داقتصادی پراختیا لپاره  حیاتی بللې ده .

په دغه راپور کې  زیاته شوې ده ،  چې د ا  د  چین ، پاکستان او افغانستان  لومړنۍ درې اړخیزه ناسته  وه او احتمال  شته چې  دغه شان درې اړخیزې ناستې  په راتلونکی کې هم جوړې شی . 

  دافغانستان دخبری سرچینو  دراپورونو په اساس ،  دغه هخیواد  په پیل کې  د وریښمو  په لاره کې هیڅ ځای نه درلود، خو  دافغانستان د  خارجه وزارت هلې ځلې  لامل شوی څو چین  پخپل دغه پلان  بیا کتنه وکړی  او دغه هیواد  هم  د دغې لارې په وسیله له ترکمنستان سره وصل کړی  څو په دغه هیواد کې  هم  د وریښمو لاره  وغزیږی .

چین هڅه کوی  څو  :یو کمربند اویوه لاره : ( یوبیلټ  یوه لاره )نومې پروژه د نورولارو ،ریل پټلیو ، سمندری اوهوائی لارو په  یوځای کولو سره وغزوی څو دنړۍ ختیځ اولویدیځ  د وریښمو له لارې سره وګنډی

چین  کابو دوه اونۍ مخکې   د شپیتو هیوادونو د استازو په غونډې کې  چې بیجینګ کې جوړه شوه،  د دغه ستر پلان  لګښت  یو سل څلورویشت میلیارډ ډالر اعلان کړی دی .