دپاکستان دینی عالمان وائی ترهه ګرې حملې نه بخښل کیدونکی ګناه ده
زمونږخبریال د پاکستان جیو ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دپاکستان کابویو دیرشو دینی عالمانو داسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې په یوې غونډې کې ټینګار کړی ، د پاکستان دپوځ او خلکوپه ضد هرډول ترهه ګره حمله نه بخښل کیدونکی او همداراز دځان مرګو لمسول یو حرام کار دی .
دغو عالمانو چې مفتی منیب الرحمان ، مفتی محمد نعیم ، مولانا ریاض حسین او مولانا حامد الحق حقانی هم پکې شامل ددی ، یوې داعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دپاکستان اساسی قانون دینی اساس لری او د دغه اساسی قانون په اساس ، د ځان مرګو او دهغوی دملاتړو اوسهولتکارو په ضد قانونی چارې ترسره کیدلی شی چې شرعی بڼه هم لری .
یو بل مورد چې ټول عالمان د هغو په باب متفق القول وو، دا ؤ چې دجهاد فتوا یوازې ددینی حاکم له خوا صادریدلی شی اود دې اجازت بل څوک نشی ورکولی .
دالومړنی ځل دی چې دپاکستان د مختلفو فکر لرونکو مکتبونو دینی عالمان سره غونډ شوی او په داسې غونډې کې د تکفیری اوافرا ط پالنې افکار په کلکه رتل کیږی .