دپاکستان دینی عالمان وائی ترهه ګرې حملې نه بخښل کیدونکی ګناه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48674-دپاکستان_دینی_عالمان_وائی_ترهه_ګرې_حملې_نه_بخښل_کیدونکی_ګناه_ده
زمونږخبریال د پاکستان جیو ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دپاکستان کابویو دیرشو دینی عالمانو داسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې په یوې غونډې کې ټینګار کړی ، د پاکستان دپوځ او خلکوپه ضد هرډول ترهه ګره حمله نه بخښل کیدونکی او همداراز دځان مرګو لمسول یو حرام کار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2017 07:21 Asia/Kabul
  •  دپاکستان دینی  عالمان وائی ترهه ګرې حملې  نه بخښل کیدونکی  ګناه ده

زمونږخبریال د پاکستان جیو ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دپاکستان کابویو دیرشو دینی عالمانو داسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې په یوې غونډې کې ټینګار کړی ، د پاکستان دپوځ او خلکوپه ضد هرډول ترهه ګره حمله نه بخښل کیدونکی او همداراز دځان مرګو لمسول یو حرام کار دی .

  دغو عالمانو    چې   مفتی منیب الرحمان ، مفتی محمد نعیم ، مولانا ریاض حسین  او مولانا  حامد الحق   حقانی  هم پکې شامل ددی ، یوې داعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، دپاکستان اساسی قانون  دینی اساس لری  او  د دغه اساسی قانون په اساس ، د ځان مرګو او دهغوی دملاتړو اوسهولتکارو په ضد  قانونی  چارې ترسره کیدلی شی  چې  شرعی بڼه  هم لری .

یو بل مورد چې ټول عالمان د هغو په باب متفق القول وو،  دا ؤ چې دجهاد فتوا یوازې  ددینی حاکم له خوا صادریدلی شی اود دې اجازت بل څوک نشی ورکولی .

 دالومړنی ځل دی چې  دپاکستان د مختلفو فکر لرونکو مکتبونو  دینی عالمان سره  غونډ شوی او   په داسې غونډې کې  د تکفیری اوافرا ط پالنې افکار  په کلکه رتل کیږی .