جنرال راحیل شریف د بیرته ستنیدا په حال کښې :
-
د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د پوځي ائتلاف دقوماندنۍ په منلو کښې یوازې نه وو
زمونږ خبریال د پاکستان د «اوصاف» ورځپاڼې په قول په یوه(۱) راپور کښې ویلی دی دپاکستان دپوځ پخوانی قوماندان متقاعد جنرال راحیل شریف چې د سعودی عربستان په مشرۍ د پوځی ائتلاف قوماندنۍ یې منلی وه اوس دځینو دلایلو په خاطر له دغه قوماندنۍ څخه په څنګ ته کیدا دغور کولو په حال کښې دی .
دپاکستان باوری سرچینو ویلی دی دسعودی عربستان په مشرۍ په پوځی ائتلاف کښې دامریکا له حد څخه زیات نفوذ او د سعودی عربستان دغه اقدامات چې دپاکستان د پوځ پخوانی قوماندان متقاعد جنرال راحیل شریف باید د سعودی عربستان د پوځ ترحکم لاندې دیوه امنیتی افسر په توګه فعالیت وکړی هغه دلایل دی چې جنرال راحیل شریف هغه دځان سپکاوی بللی دی او اوس دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف له مشرۍ څخه دځان دخلاصولو په فکر کښې دی .
تهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه د پاکستان دپوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال میرزا اسلم بیګ نظر د ټیلی فون په لیکه معلوم کړ چې هغه په ځواب کښې وویل جنرال راحیل شریف په دې شرط او ذهنیت سره دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دپوځی ائتلاف قوماندنۍ په غاړه اخیستل منلی وو چې دې به په خپلواکه توګه ددغه ائتلاف قوماندنی وکړی .
دپاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال میرزا اسلم بیګ وویل د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف نیت درلود دایران په شمول نور اسلامی هیوادونه چې دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې ائتلاف کښې نه وو شامل کړی شوی هم په دغه ائتلاف کښې شامل کړی .
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف هڅه کوله چې دسعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف د اسلامی نړی د وحدت او له ترهګرۍ سره دمبارزې سبب شی خو ددغه ائتلاف د مشرۍ پرغاړه اخیستلو وروسته کله چې راحیل شریف ددغه ائتلاف د قوماندان په توګه خپل فعالیت پیل کړ نو حقیقت د هغه څه په اپوټه وو چې راحیل شریف ته ویل شوی وو .
سعودی عربستان او امریکا د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ته ویلی وو چې دعربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف به یوازې د ترهګرۍ پرضد وی .
خو اوس د پاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف ته دغه خبره ثابته شوی ده چې امریکا او سعودی عربستان اصلا د شیعه او سنی په نوم د مسلمانانو ترمینځ د درز د رامینځته کولو په نیت سره دغه پوځی ائتلاف جوړی کړی دی او جنرال راحیل شریف چې دپاکستان په داخل کښې یې له ترهګرۍ سره په جنګ کښې محبوبیت ترلاسه کړی وو دغه چاره دځان او دهیواد لپاره سپکاوی وباله .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال میرزا اسلم بیګ دغه راز جوته کړه د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې له غونډې مخکې چې په تیرې یکشنبې ورځ یعنی د غوی دمیاشتې په یودیرشمه (۳۱)نیټه وشوه دپاکستان او په شخصی ډول د پوځ دپخوانی مشر راحیل شریف سپکاوی وشو .
میرزا اسلم بیګ وویل زما په شمول د جنرال راحیل شریف ځینې دوستانو هغه ته له مختلفو لارو سپارښتنه کړی وه چې دسعودی عربستان په مشرۍ د پوځی ائتلاف قوماندنۍ پرغاړه مه اخلی ګڼی نو ستره بدنامۍ به دې په برخه شی .
دپاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال میرزا اسلم بیګ وویل څرنګه چې دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دپوځی ائتلاف دمشرۍ له منلو وروسته او په ریاض کښې ددغه پوځی ائتلاف د مشرانو دغونډې په وخت دامریکا او دسعودی عربستان اصلی نیت ښکاره شو او ولیدل شو چې په کوم ډول دریاض په کانفرنس کښې دپاکستان سپکاوی وشو .
تر دې چې دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف ته هم د ریاض په غونډې کښې د وینا کولو اجازه ورنکړل شو ه او په تیره بیا داچې په شخصی ډول د سعودی عربستان دچارواکو لخوا د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ته په واضح ډول سپارښتنه وشوه چې دې به دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې پوځی ائتلاف کښې دعربستان د پوځی قوماندانانو تر امر لاندې دیوه امنیتی افسر په توګه دنده ترسره کړی داپه داسې حال کښې وو چې په لومړیو کښې دغه خبره ټاکل شوی وه چې راحیل شریف به په خپلواکه توګه د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دپوځی ائتلاف قوماندنۍ وکړی .
تهران راډیو په دې هکله دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پیپلز ګوند د عمومی منشی بسم الله خان کاکړ دټیلی فون په لیکه معلوم کړی چې هغه په ځواب کښې د پوځ دپخوانی مشر جنرال میرزا اسلم بیګ د څرګندونو دتائیدولو په ترڅ کښې وویل د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې د پوځی ائتلاف دقوماندنۍ په منلو سره یوه (۱)ستراتژیکه غلطۍ کړی ده .
دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې دپیپلز ګوند عمومی منشی بسم الله خان کاکړ ویل دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د داسې پوځی ائتلاف قوماندنۍ منلی وه چې دامریکا او داسرائیلو په حکم دسعودی عربستان لخوا د شیعه او سنی په نوم د مسلمانانو ترمینځ د درز د رامینځته کولو لپاره جوړ شوی دی .
کاکړ ډاګینه کړه دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف چې دنړۍ دیوه دستر پوځ مشرۍ یې کړی ده دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف د قوماندنۍ له منلو مخکې باید په خپلې فیصلې کښې لږ شان فکر کولای .
دپاکستان دغه مشهور سیاستوال بسم الله خان کاکړ جوته کړه البته د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د پوځی ائتلاف دقوماندنۍ په منلو کښې یوازې نه وو بلکې ددغه هیواد پوځ او حکومت هم په دې فیصلې کښې لاس درلود او له بده مرغه دپاکستان پوځ او حکومت تل د امریکا او د سعودی عربستان حکمونه منی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
دمی دمیاشتې ۲۹ نیټه