له اسلامی ایران سره دپاکستان اړیکې په لوړه سویه دی
Jun 03, 2017 10:46 Asia/Kabul
تسنیم خبری آژانس راپووررکړ دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا نن په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې دایران او پاکستان اړیکې ډیرې ښې او مثالی دی ،وویل ؛ځینی نادان کسان په شخصی موخو سره د دغو اړیکو دخرابولو نیّت لری .
نفیس زکریا دایران اوپاکستان په ګډو پولو کې موجوده ناکراریو ته په اشارې سره له دغوناکراریو اوترهه ګرو سره پر مبارزې اوکوټلی مقابلې ټینګار وکړ .
نفیس زکریا زیاته کړې ، دترهه ګروحملو،دانسانی قاچاق اودنشه ایزوموادو پیرپلور، هغه غوره مسئلې دی چې دپاکستان او ایران په ګډو پولو کې شته اوباید ورسره کلکه مبارزه وشی .
ټیګونه