د جنرال راحیل شریف فیصلې د پاکستان حکومت دړومنډو ته مجبوره کړ
زمونږ خبریال راپور راکوی له اسلام اباده رارسیدلی باوری راپورونه د دې ښودنه کوی هغه موافقه چی راحیل شریف او سعودی رژیم ترمینځ د پوځی ایتلاف د مشرۍ لپاره شوی وه ، اوس د عربستان رژیم لخوا د هغې د خلاف ورزۍ په خاطر له ستونزې سره مخامخ شوی او دا اختلافات ورځ په ورځ زیاتیږی
. کله چی د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف له مشرۍ د راحیل شریف د استعفا راپورونه په رسندویو کې خپره شول نو دغې چارې د نواز شریف حکومت سخت اندیښمن کړ ، نو ځکه نواز شریف خپل یو وزیر عبد القادر بلوچ مامور کړی دی چی عربستان ته سفر وکړی او له سعودی چارواکو سره په خبرو اترو سربیره له راحیل شریف سره هم کتنه او هغه ته سپارښتنه وکړی چی خپل دریځونه نرم کړی .
د یادولو ده چی د راحیل شریف او عربستان اختلافات له دې وروسته په ډاګه شول چی له یوې خوا د ریاض په وروستۍ غونډه کې د پاکستان سپکاوې وشو او ټرمپ د پاکستان د ستاینې په ځای د هندوستان ستاینه وکړه او ویې ویل چی په دغه هیواد ترهه ګرې حملې کیږی ، له بل پلوه د عربستان رژیم جنرال راحیل شریف ته په ښکاره ویلی دی چی د عربستان د پوځ تر حکم او مشرۍ لاندې د یوه امنیتی افسر په توګه فعالیت وکړی او همداراز د عربستان د باچا سلمان بن عبد العزیز خبرې چی د ریاض په کانفرنس کې یې وویل پوځی ایتلاف د ایران پر ضد دې .
دا په داسې حال کې دی چی جنرال راحیل شریف په دې شرط د پوځی ایتلاف مشرۍ منلی وه چی لومړۍ هغه به په خپلې مشرۍ کې خپلواکه وی او دوهم دا چی نوموړې ایتلاف به هیڅ اسلامی هیواد پرضد اقدام نه کوی او دریم دا چی د ایران په شمول هغه اسلامی هیوادونه چی له دغه ایتلاف بهر ساتل شوی دی ، په دغه ایتلاف کې به شامل شی .