په پاکستان کښې د یو شمیر داعشی سرغنو وژل کیدا
Jun 04, 2017 14:26 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتی سرچینو په بلوچستان صوبې کښې د داعش د ترهګرې ډلګۍ د دیارلسو سرغنو د وژلو خبر ورکړی.
ایرنا راپور ورکړی،د پاکستان امنیتی سرچینو نن اعلان وکړ،د بلوچستان صوبې په مستونګ کښې د امنیتی ځواکونو په درې ورځینی عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلګۍ دیارلس سرغنې وژل شوی او یو شمیر نور غړی هم نیول شوی دی.
دغه عملیات له تیرې جمعې ورځې پیل شوی او تر ننه یې دوام درلوده.
په تیر یوه کال کښې داعش ترهګرې ډلګۍ د مستونګ په شمول چې پکښې لږ تر لږه دیرش تنه ووژل شول په پاکستان کښې د زیاترو ترهګرو چودنو پړه پر غاړه اخیستلی ده.