پاکستانی ځواکونو پینځه هندی عسکر ووژل
Jun 05, 2017 16:05 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ ادعا وکړه ددغه هیواد ځواکونو د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندی ځواکونو له خوا د اوربند د ماتولو په اعتراض کې پینځه هندی عسکر په ډزو وژلې دی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر نن په یوې بیانیې کې اعلان کوکړ : پاکستانی ځواکونو د هندی عسکرو له خوا د اوربند د ماتولو د اقدام په ځواب کې د کشمیر په کنټرول کرښه کې پینځه هندی عسکر ووژل او د هند سرحدی پوسټو ته یې تاوانونه واړول.
همداراز د پاکستان د پوځ ویندویی آصف غفور وویل هند له دغه پوسټو د اوربند خلاف ورزی کوله او پاکستانی ښاریز یې ویشتل.
د هند او پاکستان سرحدی شخړه له تیرې میاشتې د کشمیرپه کنټرول لاین کې د نهو هندی او پاکستانی عسکرو په وژل کیدو پسې زیاته شوې ده.
ټیګونه