دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان دنوروڅلورو ترهه ګرو د پانسۍحکم تائیدکړ
د پاکستان دامنیتی اوسیاسی چارو ډیری کارپوهان اوشناندی وائی که دپاکستان سیاسی ، پوځی او عدالتی چارواکی او اورګانونه دترهه ګرۍ په ضد پخپلو دندو سم عمل وکړی ،نو هیڅکله به هم په دغه هیواد کې د ترهه ګرو دفعالیتونو ډګر پراخ نشی او پر هغوی به ژوند تریخ او د دغه هیواد بې څوکه ولس به هم په آرامه ژوند وکړی او هغه ترهه ګر چې د دغه هیواد په بندونو کې شپې سبا کوی ، سزا شی ،نو دغه سزاګانې به د نورو لپاره هم یو عبرت شی
زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ دپآکستان دپوځ دعمومی اړیکو ادارې آئی ایس پی آر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دپآکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه د هغو څلورو جنایتکارو او تکفیری ترهه ګرو دپانسۍ حکم تائید کړی چې پر امنیتی مامورانو په حملو، برمتګرۍ او دغه راز د یویشت کسانو په وژلې تورن وو .
په دغې اعلامیې کې راغلی دی له دغو ترهه ګرو دنیول کیدا په وخت زیات شمیر وسله ،چاودیدونکی توکی ،تجهیزات او مهمات او ځینی نقشې هم کشف او ترګوتو شوی وې . دوی ته دمرګ سزا هم دترهه ګرۍ ضد پوځی محکمې له خوا آورول شوی ده . دغه ترهه ګر یعنی شبیر احمد ،عمراخان ،طاهر علی او آفتاب الدین په ځینو نورو جنایتونو هم اعترافونه کړی او د دوی داعتراف له مخې یو شمیر نور شکمن کسان هم نیول شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان دامنیتی اوسیاسی چارو ډیری کارپوهان اوشناندی وائی که دپاکستان سیاسی ، پوځی او عدالتی چارواکی او اورګانونه دترهه ګرۍ په ضد پخپلو دندو سم عمل وکړی ،نو هیڅکله به هم په دغه هیواد کې د ترهه ګرو دفعالیتونو ډګر پراخ نشی او پر هغوی به ژوند تریخ او د دغه هیواد بې څوکه ولس به هم په آرامه ژوند وکړی او هغه ترهه ګر چې د دغه هیواد په بندونو کې شپې سبا کوی ، سزا شی ،نو دغه سزاګانې به د نورو لپاره هم یو عبرت شی