دهند او دپاکستان پوځی چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56499-دهند_او_دپاکستان_پوځی_چارواکو_خبرې_وکړې
زمونږخبریال وایی د هند او دپاکستان لوړرتبه پوځی چارواکو دکشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د دواړو هیوادونو د سرحدی عسکرو ترمینځ له نښتې وروسته له یوبل سره خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2017 02:08 Asia/Kabul
  • دهند دعسکرو په ډزو کښې شپږ کسان وژلي وو .
    دهند دعسکرو په ډزو کښې شپږ کسان وژلي وو .

زمونږخبریال وایی د هند او دپاکستان لوړرتبه پوځی چارواکو دکشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د دواړو هیوادونو د سرحدی عسکرو ترمینځ له نښتې وروسته له یوبل سره خبرې وکړې .

د پاکستان دپوځ د راپور پراساس دهند او دپاکستان د لوړرتبه پوځی چارواکو ترمینځ بیړنی تماس ونیول شو او پکښې دپاکستان په ملکی خلکو د هند دسرحدی عسکرو د قصدی حملې او دکشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې د پاکستان له سرحدی ځواکونو سره  د نښتې په اړه غور وشو.

دپاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار(ISPR) پرون وویل دکشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د هند دعسکرو د توپونو په حملې کښې دپاکستان شپږ (۶)ملکیان مړه او کابو دیرش(۳۰) نور ژوبل شول .