نړۍ په پاکستان جنګ ورتپلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56509-نړۍ_په_پاکستان_جنګ_ورتپلی_دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دباندنیو چارو پخوانۍ وزیرې میرمن حنا ربانی کهر وویل نړۍ په مونږ جنګ راتپلی دی او په کومو ډلو چې بندیز لګیدلی دی هغو اوس سیاسی بڼه خپله کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2017 04:02 Asia/Kabul
  • هندوستان په افغانستان کښې نفوذ زیاتوي نو پاکستان چا  د نفوذ له پراخولومنع کړی دی .؟
    هندوستان په افغانستان کښې نفوذ زیاتوي نو پاکستان چا د نفوذ له پراخولومنع کړی دی .؟

زمونږخبریال وایی دپاکستان دباندنیو چارو پخوانۍ وزیرې میرمن حنا ربانی کهر وویل نړۍ په مونږ جنګ راتپلی دی او په کومو ډلو چې بندیز لګیدلی دی هغو اوس سیاسی بڼه خپله کړی ده .

هغې وویل په مونږ جنګ راتپل شوی خو بیا هم مونږ خپلې غلطیانې سمې نکړې او هغه ډلې چې بندیز ورباندې لګیدلی دی اوس په سیاسی ډول راڅرګندیږی او ددغو ډلو په وجه دپاکستان بدنامی کیږی .

دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې وویل که چیرې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی له پاکستان سره ولاړ وائ نو دامریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ به داسلام اباد  پرضد  څرګندونې نه کولې .

هغې وویل کله چې اشرف غنی د افغانستان ولسمشر شو نو په لومړیو شپږو(۶) میاشتو کښې هغه پاکستان ته ډیر اهمیت ورکړ خو دپاکستان موجوده حکومت هغه(اشرف غنی ) ته هیڅ توجه ونکړه .

دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې میرمن حنا ربانی کهر وویل مونږباید دخپل هیواد داخلی حالات سم کړو او زیاته یې کړه که چیرې مونو د پاکستان د داخلی حالاتو له سمولو پرته ووایو چې هیواد مو سم کړی دی نو دنیا به یې ونه منی .

میرمن حنا ربانی کهر وویل هندوستان په افغانستان کښې نفوذ زیاتوی نو پاکستان چا  د نفوذ له پراخولومنع کړی دی .؟

دپاکستان دباندنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا ربانی کهر وویل اسلام اباد باید له افغانستان سره اړیکې پراخې کړی .