پاکستان په افغانستان کښې دهند سیاسی او پوځی رول نه منی
-
د امریکا ولسمشر ټرمپ له هندوستان غوښتي وو چې په افغانستان کښې زیات رول ولوبوي .
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل اسلام اباد به هیڅکله په افغانستان کښې دهندوستان سیاسی او پوځی رول ونه منی .
هغه دامریکا د بهرنیو اړیکو دشورا په غونډې کښې وویل اسلام اباد له افغانستان سره دهندوستان له مالی مرستو سره مشکل نلری خو هیڅکله به په افغانستان کښې د نوی ډیلی له سیاسی او پوځی رول سره موافقت ونکړی .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل په افغانستان کښې د هندوستان پوځی اوسیاسی رول حالات پیچلی کړی دی او هیڅ مشکل نه حل کوی .
هغه په افغانستان کښې دنوی ډیلی داقتصادی رول په اړه هم وویل داقتصادی رول لرل په هند پورې اړه لری .
دپاکستان دلومړی وزیر شاهدخان عباسی دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوی دی چې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ دافغانستان او دجنوبی اسیا په اړه دنوی ستراتژۍ داعلانولو په وخت له هندوستان غوښتی وو چې په افغانستان کښې زیات رول ولوبوی .