په خېبرپښتونخوا کې ډینګی تبې تر دې دمه ۳۳ کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56615-په_خېبرپښتونخوا_کې_ډینګی_تبې_تر_دې_دمه_۳۳_کسان_وژلی_دی
د خیبر پښتونخوا د روغتیا ایالاتی اداره وایی چې په دې ایالت کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ډینګی تبې له امله د وژل شوېو شمیر ۳۳ ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2017 10:40 Asia/Kabul
  • په خېبرپښتونخوا کې ډینګی تبې تر دې دمه ۳۳ کسان وژلی دی

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ایالاتی اداره وایی چې په دې ایالت کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ډینګی تبې له امله د وژل شوېو شمیر ۳۳ ته رسیدلی دی.

د یادې ادارې له خوا  په خپاره شویو معلوماتو کې راغلی چې د مړو شمیر د شنبې په ورځ هغه وخت ۳۳ ته ورسیده؛ چې د پیښور د تهکال یوه ۵۰ کلن اوسیدونکی او یوه ۱۰ کلن ماشوم د یادې ناروغۍ له امله په حیات اباد میډیکل کمپلیکس او خیبر ټیچنګ روغتون کې ساه ورکړه.

 د روغتیا ادارې د ډینګی مخنیوی څانګې د معلوماتو له مخې، دا مهال د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو روغتونونو کې نیږدې ۳۹۴ کسان چې په دغه ناروغۍ اخته دی، تر درملنې لاندې دی چې د ډېرو روغتیایی وضعیت ډاډمن بولی.

د ډاکټرانو په وینا، ډینګی یوه خطرناکه تبه ده، چې د یوه ځانګړی ماشی د چیچلو له امله رامنځته کیږی، او که د ناروغ پر وخت درملنه ونه شی، نو له خولې او پوزې یې د وینې بهیدل پیلیږی او ناروغ د مرګ حد ته رسوی.

که څه هم په لومړی سر کې ډېنګی واېرس تر ټولو زیات کسان د پیښور په تهکال سیمه کې ناروغان کړی ؤو، خو بیا وروسته دغه واېرس د پیښور نورو سیمو ته هم خور شو او ګڼ شمیر خلک یې اخته کړل.