دمحرم د عزادارۍپر جلوسونو پابندی هیڅکله هم دمنلو نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56635-دمحرم_د_عزادارۍپر_جلوسونو_پابندی_هیڅکله_هم_دمنلو_نه_ده
د عزادارۍ پر مجلسونو پابندی لګوی چې دغه کار به خطرناکې پایلې ولری ، ځکه دپاکستان داهل تشیع مشرانو ،ګوندونو او ډلو جدی ګواښ کړی چې دعزادارۍ د جلوسونو او مجلسونو په باب هیڅ ډول پابندی نه منی او که په دې لارې کې څوک خنډ شول نو دخپلو اعتقاداتو په اساس به له سخت غبرګون سره مخامخ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2017 13:13 Asia/Kabul
  • دمحرم د عزادارۍپر جلوسونو پابندی هیڅکله هم دمنلو نه ده

د عزادارۍ پر مجلسونو پابندی لګوی چې دغه کار به خطرناکې پایلې ولری ، ځکه دپاکستان داهل تشیع مشرانو ،ګوندونو او ډلو جدی ګواښ کړی چې دعزادارۍ د جلوسونو او مجلسونو په باب هیڅ ډول پابندی نه منی او که په دې لارې کې څوک خنډ شول نو دخپلو اعتقاداتو په اساس به له سخت غبرګون سره مخامخ شی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دپآکستان دپنجاب صوبائی حکومت  مدعی شوی ځینی اطلاعات ئې ترلاسه کړی دی چې ښئ  پنجاب صوبې ته د جنګوی لښکر  ترهه ګرې ډلې دولس ځان مرګی ورغلی دی  او دحسینی ویرجنو پر جلوسونو اومجلسونو د حملو نیّت لری .  نو په دې اساس دپنجاب صوبائی حکومت فیصله کړې  هغه امامباړې ،مجلسونه او مذهبی عالمان چې  دحکومت له خوا اجازت نه لری ،  دمحرم په شپو ورځو کې  فعالیتونه نشی کولی .

 د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت یوه   یوه لوړروتبه افسر  عظیم سلمان خان یو  حکم صادر کړی چې په اساس به ئې   مذهبی عالمان،مجلسونه او دعزادارۍ جلوسونه چې  دحکومت له خوا اجازت نه لری باید فعالیتونه ونه کړی او که داسې کوم فعالیتونه  ولیدل شول نو قانونی چاره جوئی به ورسره وشی .

ډیری شناندی او کارپوهان وائی  په ځای د دی  چې  دپاکستان حکومت  دپیژندل شویو ځان مرګو دنیول کیدو یا  له مینځه وړلو لپاره لاس په کار شی ،د عزادارۍ  پر مجلسونو پابندی لګوی چې دغه کار به  خطرناکې   پایلې ولری ، ځکه دپاکستان داهل تشیع  مشرانو  اواړونده  اورګانونو اوډلو جدی ګواښ کړی چې  دعزادارۍ  د جلوسونو او مجلسونو په باب  هیڅ ډول پابندی نه منی او که په دې لارې کې څوک خنډ شول نو دخپلو اعتقاداتو په اساس به  له سخت غبرګون سره مخامخ شی .