دامریکا حکومت باید له طالبانو سره خبرې وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56737-دامریکا_حکومت_باید_له_طالبانو_سره_خبرې_وکړی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل امریکا باید دافغانستان دطالبانو د تباه کولو کار پریږدی او د پاکستان په مرستې سره له دغه ډلې سره خبرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2017 01:19 Asia/Kabul
  • عمران خان  ادعا وکړه چې طالبان په افغانستان کښې امن پټځایونه لري .
    عمران خان ادعا وکړه چې طالبان په افغانستان کښې امن پټځایونه لري .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل امریکا باید دافغانستان دطالبانو د تباه کولو کار پریږدی او د پاکستان په مرستې سره له دغه ډلې سره خبرې وکړی .

هغه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه تور رد کړ چې ویلی یې وو پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوی .

دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران زیاته کړه دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې اګست میاشتې کښې د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه دنوی ستراتژۍ داعلانولو په وخت وسله والو ډلو ته دپناه د ورکولو د تور په لګولو سره  دپاکستان خلکو ته ګوزار ورکړی دی .

عمران خان  ادعا وکړه چې طالبان په افغانستان کښې امن پټځایونه لری او پاکستان دافغانستان له خاورې څخه له حملو سره مخ  دی .

دامریکا چارواکی له ډیرو کلونو راهسې وایی چې دپاکستان حکومت دافغانستان  او دپاکستان په سرحدی سیمو کښې دترهګرو ډلو په فعالیتونو سترګې پټوی .