دپاکستان او روسیې ګډه پوځی مانوره
دپاکستان او روسیې ګډه پوځی مانوره پرون پیل شوی او تر دوو اونیو پورې به دوام ولری . دپاکستان او روسیې ترمینځ داتحاد او دوستۍ په نامې سره د دوو اونیو په دغې مانورې کې د دواړو هیوادونو کمانډوئی ځواک شتون لری .
دپاکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور دروسیې په خاروې کې د دغې مانورې دپیلیدو دخبر په اعلانولو سره وئیلی دی ، ټاکل شوې ده د دواړو هیوادونو پوځیان ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ،دبرمته شویو کسانو دخوشی کولو د رودو، اود غه راز د ژغورونکو او مرستندویو او پلټونکو عملیاتو په زمینو کې روزنې ووینی . د دغې مانورې په پیلیدونکو دستورو کې د روسیې او پاکستان لوړپوړو پوځی چارواکو د دغې مانورې پر بیلابیلو مرحلو څارنه کړې .
د دغې ګډې پوځی مانورې دپیلیدا خبر په داسې حال کې خپور شوی ، چې د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفسی زکریا له دې مخکې وئیلی وو د دغه هیواد دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه داکتوبر په لومړنۍ اونۍ کې روسیې ته په سفر ځی .
هغه دغه راز ټینګار کړی ، پاکستان اوروسیه په دفاعی زمینې کې ملګرتیاوې کوی او دملګرتیاؤ دزیاتولو په باب ئې بیلابیلې موافقې هم لاسلیک کړی دی .
څه موده مخکې هم پآکستان د ایم ائی ۳۵ډوله چورلکو او سوخو نومې جنګی الوتکو داخستو لپاره له روسیې سره یو شمیر موافقې کړی دی او دروسیې دغه یو شمیر چورلکې دپآکستان په بلوچستان صوبې کې صوبائی حکومت ته سپارل شوی هم دی .
دپآکستان او روسیې ګډه پوځی مانوره ښئ چې دواړه هیوادونه ددفاعی او پوځی ملګرتیاؤ دپراختیا په چوکاټ کې ګډې پوځی مانورې په ایجنډا کې لری . په همدې اساس د پاکستان اوروسیې لومړنۍ ګډه پوځی مانوره تیر کال ترسره شوې ده .
دپاکستان او روسیې دپوځی اودفاعی ملګرتیاؤ دپراختیا دعلتونو په ارزونې کې دهغو زیاتره برخه دسیمه ایز اونړیوال چاپیریال له هغوشرائطو سره اړوندیږی چې دغه دواړه هیوادونه ئې یو ډول ملګرتیاؤ ته اړباسلی دی.
پاکستان، چې لږترلږه له تیرو پنځو کلونو راهسې تر دې دمه له امریکا سره پخپلو اړیکو کې ډیرې ترینګلتیاوې تجروبه کړی دی ، داسلام ا باد په وړاندې د واشنګټن د سیاستونو په بدلیدا په اعتراض کې ، په نړیوال ډګر کې د سپینې ماڼۍ له سیالانو سره دملګرتیا پراختیا په ایجنډا کې راوستې ده . امریکا ددې په ترڅ کې چې هندوستان ته ئې په سیمه ایزو اړیکو کې پر پاکستان ترجیح ورکړی دی ،له ترهه ګرۍ په ملاتړ او د افغانستان او هند په ضد دیوه نیابتی جنګ په راپنځولو سره دپاکستان په تورنولو سره ئې ، له اسلام آباد سره ئې مالی اوپوځی مرستې هم تر ډیره حده کمې کړی دی .
دغه شرائط لامل شوی دی ، څو د پاکستان حکومت له اسلام اباد سره په سټراټژیکو ملګرتیاؤ کې د سپینې ماڼۍ له بیا کتنې وروسته په سټراټژیکو ملګرتیاؤ کې چین او روسیه ، دملګرتیا په نوی معادلې کې شامل کړی .
په افغانستان کې د سیاسی چارو یو کارپوه اوشناندی احمد سعیدی وائی ، دپآکستان موخه دا ده چې امریکا ته وروښئ چې که تاسو له موسره سازباز ونه کوئ او زمونږ ا ړتیاوې نه پوره کوئ ،نو مونږ مجبوره یوو دتاسو له حریفان اوسیالانو سره دوستی وکړو.
په مقابل کې روسیه هم له پاکستان سره په تیره بیا په سیمې کې دامریکا د یوه مخکینی متحد دجذبولو په موخې سره له دغه هیواد سره داړیکو د پراختیا هرکلی کوی او په همدې لړ کې ئې په کرتو ، داسلام اباد د ډول ډول سټراټژیکو اړتیاؤ د تامینولو لپاره چمتوالی اعلان کړی دی .
د روسانو له نظره ، له پاکستان سره دملګرتیاؤ پراختیا ، په دغه هیواد کې د ماسکو دنفوذ حوزه ،چې له دې ترمخکې پورې دامریکا په اختیار کې وه ، پراخولی شی .
په تیره بیا دا چې روسیه له پاکستان سره دملګرتیاؤ په زیاتولو سره دغه نفوذ له افغانستان سره د دغه هیواد د ګډو پولو تر شاوخوا پورې پراخولی شی ، چې دامریکا لپاره به ، چې هڅه کوی ، په افغانستان کې برلاسه قدرت شی ، اندیښمنونکی وی .