په پاکستان کې د انفلیّشن زیاتیدا د اندیښنې وړ ده
دنړیوال بانک په اعلامیې کې دبهرنیو پورونو د ورکولو لپاره د پاکستان دحکومت ناکامیو او د دغه هیواد پر اقتصاد ئې منفی اغیزو ته په اشارې سره اټکل کړی ؤ چې په ۲۰۱۸کال کې به په پاکستان کې دګرانۍ او انفلیّشن اندازه تر شپږ فی صدو پورې زیاته شی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ د پاکستان دمرکزی بانک یا سټیټ بینک مشر طارق باجوه نن په کراچۍ کې په خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، تیر کال په پاکستان کې د روپۍ ارزښت کابو لس فی صده راټیټ شوی ؤ او دپاکستان له اسعاری زیرمو دوه اعشیاریه شپږمیلیارډ ډالر هم کم شوی دی.
هغه وئیلی په پاکستان کې د توّرم یا انفلیّشن زیاتیدا زیاته شوې ده ، چې په اقتصادی او تجارتی ټولنو کې ئې یو لړ اندیښنې رامینځةکړی دی
له دې مخکې هم نړیوال بانک په پاکستان کې د ۲۰۱۸کال لپاره د اقتصادی ځوړتیا دپراختیا او د انفلیّشن د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی ؤ .