افغانستان او پاکستان د کارې ډلې په هکله موافقې ته ورسیدل
-
دهندوستان شیان افغانستان ته د ورتلو پرځاې په پاکستان کښې خرڅیدل .
زمونږخبریال وایی پاکستان او افغانستان د تجارتی مشکلاتو دحل کولولپاره د کاری ډلې دجوړولو په هکله موافقه وکړه .
پاکستان او افغانستان به په راتلونکی میاشت کښې د تجارتی مسلو دحل لپاره یوشمیر وړاندیزونه مطرح کړی .
دغه موافقه دامریکا په پلازمینې واشنګټن کښې د افغانستان د خزانې وزیر اکلیل حکیمی او د پاکستان دخزانې دسلاکار مفتاح اسماعیل ترمینځ په کتنې کښې وشوه او هغوې په راتلونکی می(May) میاشت کښې د کتنې په هکله هم موافقې ته ورسیدل .
له افغانستان سره دتجارتی مشکلاتو دحل لپاره په کتنې کښې به د پاکستان په پلاوی کښې د خزانې وزارت او د فیډرال بورډ اف ریونیو چارواکی شامل وی او د افغانستان حکومت هم په همدې سویه پاکستان ته دیوه(۱) پلاوی د استولو موافقه کړی ده .
په واشنګټن کښې دپاکستان چارواکو دافغانستان له مسولینو سره په کتنې کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د تجارت په کمیدا اندیښنه ښودلی ده او دافغانستان چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتی دی چې دافغانستان او د هندوستان ترمینځ د ځمکې له لارې د تجارت کولو اجازه ورکړی .
خو دپاکستان چارواکو د افغانستان له مسولینو سره په کتنې کښې وویل په تیر وخت کښې هم داډول تجارت د پاکستان لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړی وو او دهندوستان شیان افغانستان ته د ورتلو پرځاې په پاکستان کښې خرڅیدل .