امریکا او پاکستان د افغانستان دسولې دتحقق ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74353-امریکا_او_پاکستان_د_افغانستان_دسولې_دتحقق_ملاتړ_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی امریکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا په چوکاټ کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا د دوام په اړه موافقې ته ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • دافغانستان سفیر هم دپاکستان دپوځ له مشر سره خبرې اترې کړي دي .
    دافغانستان سفیر هم دپاکستان دپوځ له مشر سره خبرې اترې کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی امریکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا په چوکاټ کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا د دوام په اړه موافقې ته ورسیدل .

د پاکستان رسنیو راپور ورکړ په افغانستان کښې د سولې د تحقق په چوکاټ کښې  د ملګرتیا لپاره د امریکا او دپاکستان دغه موافقه پرون د پوځ له مشر جنرال قمر  جاوید باجوا سره دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرکزی او د جنوبی اسیا د چارو د مسول د مرستیالې میرمن الیس ویلز(Alice Wells,) په کتنې کې ترلاسه شوی ده .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او دامریکا د خارجه وزارت د چارواکی میرمن الیس ویلز په دغه کتنې کې په سیمه کښې دسولې او دثبات د ګډ هدف تحقق ته خپله ژمنه اعلان کړه او دغه هدف ته د رسیدا لپاره یې په ضروری اقداماتو غور وکړ .

له دې مخکې په پاکستان کې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال د دغه هیواد دپوځ له مشر جنرا قمر جاوید باجوا سره په کتنې  کې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې د موضوګانو په اړه خبرې کړې وې .

د امریکا د باندنیو چارو دوزارت د مرکزی او دجنوبی اسیا د چارو د مسول مرستیاله میرمن الیس ویلز په درې ورځې سفر پاکستان ته تللی ده چې ددغه هیواد له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې دتحقق په اړه خبرې وکړی .