سختو بارانونو دپاکستان ۱۵ ښاریز وژلی دی
Jul 05, 2018 02:15 Asia/Kabul
-
د لاهور په اکثرو کوڅو کښې سیلابونه راغلي دي او خلک یې مجبوره کړي دي چې د ځايي حکومتي چارواکو پرضد کوچنۍ مظاهرې وکړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کښې دمون سون (monsoon)سختو بارانونو په تیرو دوو (۲)ورځو کښې پینځلس (۱۵)کسان وژلی دی .
په تیرو دوو ورځو کښې په لاهور کښې دومره سخت بارانونه شوی دی چې له نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸)میلادی کال راهسې یې ساری نشته .
د لاهور په اکثرو کوڅو کښې سیلابونه راغلی دی او خلک یې مجبوره کړی دی چې د ځایی حکومتی چارواکو پرضد کوچنۍ مظاهرې وکړی .
د پاکستان د لاهور پولیسو او ژغورونکو دپینځلس کسانو وژله تائید کړه خو ویې ویل اکثره کسان د بریښنا او په کورونو کښې د اوبو د راتلو له کبله وژل شوی دی .