سختو بارانونو دپاکستان ۱۵ ښاریز وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74360-سختو_بارانونو_دپاکستان_۱۵_ښاریز_وژلی_دی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کښې دمون سون (monsoon)سختو بارانونو په تیرو دوو (۲)ورځو کښې پینځلس (۱۵)کسان وژلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 02:15 Asia/Kabul
  • د لاهور په اکثرو کوڅو کښې سیلابونه راغلي دي او خلک یې مجبوره کړي دي چې د ځايي حکومتي چارواکو پرضد کوچنۍ مظاهرې وکړي .
    د لاهور په اکثرو کوڅو کښې سیلابونه راغلي دي او خلک یې مجبوره کړي دي چې د ځايي حکومتي چارواکو پرضد کوچنۍ مظاهرې وکړي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کښې دمون سون (monsoon)سختو بارانونو په تیرو دوو (۲)ورځو کښې پینځلس (۱۵)کسان وژلی دی .

په تیرو دوو ورځو کښې په لاهور کښې دومره سخت بارانونه شوی دی چې له نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸)میلادی کال راهسې یې ساری نشته .

د لاهور په اکثرو کوڅو کښې سیلابونه راغلی دی او خلک یې مجبوره کړی دی چې د ځایی حکومتی چارواکو پرضد کوچنۍ مظاهرې وکړی .

د پاکستان د لاهور پولیسو او ژغورونکو  دپینځلس کسانو وژله تائید کړه خو ویې ویل اکثره کسان د بریښنا او په کورونو کښې د اوبو د راتلو له کبله وژل شوی دی .