سیاستوالانو د نوازشریف د سزا کیدا هرکلی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74429-سیاستوالانو_د_نوازشریف_د_سزا_کیدا_هرکلی_کړی
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان سیاستوالانو د حساب کتاب محکمې (accountability court) لخوا د څنګ ته کړې شوی لومړی وزیر محمد نوازشریف د لس(۱) کاله بندی کیدا حکم ته بیلابیل غبرګونونه ښودلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 07:36 Asia/Kabul
  • دپاکستان موقته حکومت هم ویلي دي دوې به زر د انګلستان دحکومت په مرستې سره نوازشریف هیواد ته راستون کړي .
    دپاکستان موقته حکومت هم ویلي دي دوې به زر د انګلستان دحکومت په مرستې سره نوازشریف هیواد ته راستون کړي .

تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان سیاستوالانو د حساب کتاب محکمې (accountability court) لخوا د څنګ ته کړې شوی لومړی وزیر محمد نوازشریف د لس(۱) کاله بندی کیدا حکم ته بیلابیل غبرګونونه ښودلی دی .

دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه دلور مریم نواز د بندی کیدا حکم دیوه(۱) نوی پاکستان دحرکت د پیلیدا ټکی وباله او ویې ویل د داډول سترې محکمې په لرلو باید ویاړ(افتخار ) وکړو .

د پاکستان د مسلم لیګ د قائد اعظم څانګې مشر چوهدری پرویز الهی هم وویل د نوازشریف کورنۍ له ستر اقتصادی فساد سره مخ ده .

هغه وویل د نوازشریف کورنۍ دهغه ظلم په خاطر چې د پاکستان له خلکو سره یې کړی دی باید سزا شی .

د پاکستان د پیپلز ګوند نامتو غړی میرمن شیری رحمان هم د نوازشریف د سزا کیدا حکم ته په غبرګون کښې وویل نوازشریف او دهغه لور به مجبوره وی چې هیواد ته ورستانه شی .

دپاکستان موقته حکومت هم ویلی دی دوې به زر د انګلستان دحکومت په مرستې سره نوازشریف هیواد ته راستون کړی .

دپاکستان  احتساب  محکمې پرون د هیواد پخوانی وزیر نوازشریف د اقتصادی فساد او  د پیسو دغلا کولو په خاطر لس(۱۰)کاله ، دهغه لور مریم نواز اوه(۷) کاله او دهغې خاوند صفدر یو(۱)  کال په بند او دغه راز په  نقدې جریمې محکوم کړل .