سیاستوالانو د نوازشریف د سزا کیدا هرکلی کړی
-
دپاکستان موقته حکومت هم ویلي دي دوې به زر د انګلستان دحکومت په مرستې سره نوازشریف هیواد ته راستون کړي .
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان سیاستوالانو د حساب کتاب محکمې (accountability court) لخوا د څنګ ته کړې شوی لومړی وزیر محمد نوازشریف د لس(۱) کاله بندی کیدا حکم ته بیلابیل غبرګونونه ښودلی دی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه دلور مریم نواز د بندی کیدا حکم دیوه(۱) نوی پاکستان دحرکت د پیلیدا ټکی وباله او ویې ویل د داډول سترې محکمې په لرلو باید ویاړ(افتخار ) وکړو .
د پاکستان د مسلم لیګ د قائد اعظم څانګې مشر چوهدری پرویز الهی هم وویل د نوازشریف کورنۍ له ستر اقتصادی فساد سره مخ ده .
هغه وویل د نوازشریف کورنۍ دهغه ظلم په خاطر چې د پاکستان له خلکو سره یې کړی دی باید سزا شی .
د پاکستان د پیپلز ګوند نامتو غړی میرمن شیری رحمان هم د نوازشریف د سزا کیدا حکم ته په غبرګون کښې وویل نوازشریف او دهغه لور به مجبوره وی چې هیواد ته ورستانه شی .
دپاکستان موقته حکومت هم ویلی دی دوې به زر د انګلستان دحکومت په مرستې سره نوازشریف هیواد ته راستون کړی .
دپاکستان احتساب محکمې پرون د هیواد پخوانی وزیر نوازشریف د اقتصادی فساد او د پیسو دغلا کولو په خاطر لس(۱۰)کاله ، دهغه لور مریم نواز اوه(۷) کاله او دهغې خاوند صفدر یو(۱) کال په بند او دغه راز په نقدې جریمې محکوم کړل .