ایران القاعده ډله د نړیوال امنیت او سولې دښمنه ګڼی
-
په تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو کښې دایران اولس زره(۱۷۰۰۰) شهیدان د منافقینو ، د القاعده ، طالبانو او د داعش ډلې دترهګرو حملو قربانیان دي
ایرنا خبری اژانس وایی په پاکستان کښې دایران سفارت له القاعده ترهګرې ډلې سره د تهران د اړیکو په اړه دپاکستان د ځینو رسنیو ادعا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ ایران القاعده ترهګره ډله دنړیوال امنیت او دسولې دښمنه ګڼی .
د پاکستان ځینو رسنیو دیوه خبر په خپرولو سره له القاعده ترهګرې ډلې سره د ایران د اړیکو د ټینګولو ادعا کړی وه .
په پاکستان کښې دایران اسلامی جمهوریت سفارت نن په یوې(۱) بیانیې کښې له القاعده ترهګرې ډلې سره د تهران د اړیکو په دروغ بللو سره وویل دایران دتیرو څلویښتو(۴۰) کلونو دتاریخ لوستل او هیواد ته د رسیدلی مالی او ځانی تاوانونه دترهګرۍ پرضد د ایران د پریکنده اقداماتو ښودنه کوی .
په تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو کښې دایران اولس زره(۱۷۰۰۰) شهیدان د منافقینو ، د القاعده ، طالبانو او د داعش ډلې دترهګرو حملو قربانیان دی