نوازشریف او دهغه لور په جمعې ورځ ستنیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74457-نوازشریف_او_دهغه_لور_په_جمعې_ورځ_ستنیږی
زمونږخبریال وایی میرمن مریم نواز چې دپاکستان ملی احتساب محکمې (National Accountability Bureau (NAB)) ورته اوه(۷) کاله دبند سزا ورکړی ده پرون خبریالانو ته وویل زه او زما پلار نوازشریف به په راتلونکی جمعې ورځې اسلام اباد ته ورشو چې د دغه محکمې د فیصلې پرضد یوه(۱) غوښتنه وړاندې کړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 23:35 Asia/Kabul
  • دپاکستان د پخواني لومړي وزیرنوازشریف لور مریم نواز چې له پلار سره یوځاې ددرغلۍ او دپیسو دغلا کولو په تور د احتساب محکمې لخوا په زندان محکومه شوي ده .
    دپاکستان د پخواني لومړي وزیرنوازشریف لور مریم نواز چې له پلار سره یوځاې ددرغلۍ او دپیسو دغلا کولو په تور د احتساب محکمې لخوا په زندان محکومه شوي ده .

زمونږخبریال وایی میرمن مریم نواز چې دپاکستان ملی احتساب محکمې (National Accountability Bureau (NAB)) ورته اوه(۷) کاله دبند سزا ورکړی ده پرون خبریالانو ته وویل زه او زما پلار نوازشریف به په راتلونکی جمعې ورځې اسلام اباد ته ورشو چې د دغه محکمې د فیصلې پرضد یوه(۱) غوښتنه وړاندې کړو .

دپاکستان د پخوانی لومړی وزیرنوازشریف لور مریم نواز چې له پلار سره یوځاې ددرغلۍ او دپیسو دغلا کولو په تور د احتساب محکمې لخوا په زندان محکومه شوی ده په لندن کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا تا ته خپلو وکیلانو ویلی دی چې په لسو (۱۰)ورځو کښې باید  ځانونه د پاکستان پولیسو ته ورتسلیم کړې نو هغې په ځواب کښې وویل مونږ له دغه لس(۱۰) ورځې مهلت وړاندې پاکستان ته ورستنیږو .

مریم نواز  ادعا وکړه څرنګه چې دپاکستان داحتساب ملی  اداره  پوهیږی چې د ایونفیلیډ جائیداد(Avenfield properties) نشی ضبط کیدلی ځکه چې په انګلستان کښې تراوسه دهیڅ قانون خلاف ورزۍ نه ده شوی .

دغه راز دپاکستان د مسلم لیګ نوازشریف څانګې د روان میلادی کال د پارلمان په انتخاباتو کښې  د پنجاب ولسی جرګې د ۱۷۳ حوزې او د ملی پارلمان د ۱۲۷ حوزې لپاره د مریم نواز پرځاې ملک عرفان شریف کهوکهر او علی پرویز کاندیدان ټاکلی دی .